Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

یونیسف: د افغانستان لرو پرتو سیمو کې مو ۳۰۰ زرو کسانو ته روغتیایي خدمات وړاندې کړي

کابل (پژواک، ۲۶ سلواغه ۱۴۰۲): د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وايي، د افغانستان په لرو پرتو سیمو کې یي ۳۰۰ زرو کسانو ته روغتیایي خدمات وړاندې کړي دي.

یادې ادارې پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر (اوچا) او د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې په مالي مرستو یې د هغو روغتیا پالانو ملاتړ کړی چې په ځانګړې توګه په لرو پرتو سیمو کې کار کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د بې‌پولې ډاکټرانو مشر فیلیپي ریبیرو د روانې سلواغې میاشتې په ۱۵ مه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي سره لیدنه کې ویلي وو چې روان ۱۴۰۲ کال یې افغانستان کې ۷۰۰ زرو کسانو ته په بېلابېلو برخو کې روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.