ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سیمې او ګاونډیو هېوادونو لوړپوړو امنیتي چارواکو د افغانستان په اړه ناسته وکړه

د سیمې او ګاونډیو هېوادونو لوړپوړو امنیتي چارواکو د افغانستان په اړه ناسته وکړه

author avatar
16 Feb 2024 - 23:22
د سیمې او ګاونډیو هېوادونو لوړپوړو امنیتي چارواکو د افغانستان په اړه ناسته وکړه
author avatar
16 Feb 2024 - 23:22

اټلانټا (پژواک، ۲۷ سلواغه ۱۴۰۲): د سیمې او ګاونډیو هېوادونو لوړپوړو امنیتي چارواکو د افغانستان وروستیو حالاتو په اړه د قرغیزستان په پلازمېنه بشکیک کې ناسته وکړه.

[restrict paid=”true”] 

روسي رسنۍ ټاس د سلواغې په ۲۷مه خبر ورکړی چې په دې (شپږم سیمه‌ییز امنیتي ډایلاګ) ناسته کې د چین، هند، ایران، قرغیزستان، تاجکستان، قزاقستان او ازبکستان د ملي امنیت سلاکاران او د ملي امنیت شورا مشرانو برخه اخیستې ده.

سرچینې زیاته کړې چې په دې غونډه کې د  افغانستان پر وروستیو حالاتو د بحث ترڅنګ هلته د نشه‌یي توکو قاچاق له امله دوی ته د ورپېښېدونکو ګواښونو په اړه هم خبرې کېږي.

د روسیې د ملي امنیت شورا منشي نیوکلای پاتروشیف د افغانستان اوسني وضعیت پړه پر امریکا او د هغه پر متحدینو اچولې ده.

هغه ادعا کړې چې په افغانستان کې د امریکا ۲۰ کلن حضور له امله هلته تر شلو ډېرې وسله‌والې ډلې فعالې دي او زرګونه وسله‌وال یې هلته فعالیت کوي.

ده زیااته کړې: «لوېدیځ او امریکا له افغانستانه د وتلو پر مهال پرېمانه وسلې هلته پرېښودې چې ورسره دغه هېواد د یوه عیار شوي ماین په توګه پاتې شوی.»

د روسیې ملي امنیت شورا منشي وایي چې دغه پاتې وسلې په افغانستان کې د اورپکو ډلو ترمنځ ووېشل شوې او دارنګه د درېیمو هېوادونو په تور بازار کې د وسله‌والو ډلو لاس ته لوېدلې دي.

نوموړي دغه وسلې د سیمې هېوادونو امنیت ته جدي ګواښ بللی دی.

د افغانستان سرپرست حکومت تر اوسه د نوموړي د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي، خو پخوا یې دا ډول ادعاوې رد کړې دي.

بلخوا هندي رسنیو خبر ورکړی چې د دغه هېواد د ملي امنیت مرستیال سلاکار وېکرم مسیري یادې ناستې ته ویلي چې هېواد یې په سختو حالاتو کې له افغانستان او افغانانو سره مرستې کړې او خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.

هغه زیاته کړې چې هېواد یې په تېرو کلونو کې د شاوخوا درې میلیارد ډالرو په ارزښت په افغانستان کې شاوخوا ۵۰۰ د بیارغونې پروژې پیل کړې دي.

خو وېکرم له افغانستانه د نشه‌یي توکو پر قاچاق اندېښنه وښوده او ویې ویل چې له ملګرو ملتونو سره په دې برخه کې ګډ کار کوي.

د یادونې ده، په تېرو څو ورځو کې دا دویمه غونډه ده چې د افغانستان په تړاو په بشکیک کې جوړېږي؛ څو ورځې مخکې د منځنۍ اسیا او اروپایي اتحادیې ځانګړو استازو د افغانستان په اړه ناسته کړې وه.

[/restrict]

Views: 77

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.