کابل (پژواک، ۲۷ سلوغه ۱۴۰۲): د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د نسبتاً سختې واورې او باران اورېدو اټکل کړی دی.
د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هواپېژندنې رییس محمدنسیم مرادي په یوه غږیز کلیپ کې ویلي چې په راتلونکو دوو ورځو کې د هېواد په ځینو ولایتونو کې د نسبتاً سخت باران او واورې اورېدو اټکل شوی دی.
نوموړي زیاته کړې چې یاد اورښتونه د هېواد په شمال، شمالختیځ، ختیځو، سوېلختیځو او مرکزي سیمو کې اټکل شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP