Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

افغانستان کې د کاسا زر پروژې چارې بېرته پیلېږي
آرشیف

کابل (پژواک، ۲۷ سلواغه ۱۴۰۲): نړۍوال بانک اعلان کړی چې د دغه بانک د نوې تصویب شوې کړنلارې له مخې په افغانستان کې د کاسا زر پروژې چارې بېرته پيلوي.

په یوه خبرپاڼه کې چې پرون د نړۍوال بانک له لوري خپره شوې راغلي، د کاسا زر پروژې چارې د افغانستان د درېیو ګاونډیو هېوادونو په غوښتنه پیلېږي څو پر یوې سرګردانه شتمنۍ د دې پروژې بدلېدو له ګواښه مخنیوی وشي.

نړۍوال بانک ویلي چې د یادې پروژې چارې به په داسې ډول پیل شي څو ډاډ ترلاسه شي چې د راتلونکو ټولو رغنیزو پروژو او عوایدو لګښتونه له افغانستانه بهر مدیریت کېږي.

کاسا زر پروژه له تاجکستان او قرغیزستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان ته د ۱،۲ میلیارد ډالرو په ارزښت د برېښنا لېږد پروژه ده چې په درېیو نورو هېوادو کې یې چارې نږدې پای ته رسېدلې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.