ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

رینا امیري د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیالې سره د افغان ښځو د حقونو په اړه خبرې وکړې

رینا امیري د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیالې سره د افغان ښځو د حقونو په اړه خبرې وکړې

author avatar
17 Feb 2024 - 17:44
رینا امیري د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیالې سره د افغان ښځو د حقونو په اړه خبرې وکړې
author avatar
17 Feb 2024 - 17:44

کابل (پژواک، ۲۸ سلواغه ۱۴۰۲): د دوحې ناستې په درشل کې د ښځو او بشري حقونو په چارو کې د امريکا ځانګړې استازې وایي چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیالې امنه محمد سره یې د افغان نجونو او ښځو د حقونو ملاتړ په اړه خبرې کړې دي.

د ښځو او بشري حقونو په چارو کې د امريکا ځانګړې استازې رینا امیري پرون له دې لیدنې خبر ورکړی دی.

هغې پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې د افغانستان د ښځو پر وړاندې اوسني سیاستونه د سیمې د ښځو د حقونو لپاره ګواښ دي.

امیري ویلي چې په یاده ناسته کې په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو د ملاتړ پر ارزښت ټینګار شوی دی.

دا لیدنه په داسې حال کې ترسره شوې چې رینا امیري د دوحې په ناسته کې چې د دوو راتلونکو ورځو لپاره (د سلواغې ۲۹مه او ۳۰مه) په قطر کې تر سره کېږي، ګډون کوي.

د اسلامي امارت چارواکو تر اوسه له امنې سره د رینا امیري د لیدنې په اړه څه نه دي ویلي، خو له دې مخکې یې ویلي وو چې د ښځو په ګډون د هېواد د ټولو وګړو حقونه د شریعت په چوکاټ کې تامین شوي دي.

Views: 27

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.