Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

هلمند کې ۱۵۰۰ جریبه ځمکه له غصبه راګرځول شوې

لښکرګاه (پژواک، ۲۸ سلواغه ۱۴۰۲): د هلمند ځایي مسوولین وایي چې تېر یوه کال کې د ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون له لوري ۱۵۰۰ جریبه ځمکه له غصبه راګرځول شوې ده.

د هلمند د والي ویاند مولوي محمدقاسم ریاض پژواک خبري اژانس ته وویل، تېر یوه کال کې د ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون د مرکز لښکرګاه په ګډون په مارجې او نادعلي ولسوالیو کې ۱۵۰۰ جریبه ځمکه له غصبه خلاصه کړې ده.

نوموړي زیاته کړه: «له تېر یوه کال راهیسې یو لک او شل زره جریبه ځمکه تر برسي لاندي ده، څه باندي یو لک او دوولس زره جریبه ځمکه تثبت شوې‎، پر هغه باندې کار روان دی چې مراحل یې بشپړه شي او دغه راز ۱۵۰۰ جریبه ځمکه په بشپړه ډول له غصبه ژغورل شوې او اسلامي امارت ته تسلیم شوې ده.»

نوموړي ونه ویل چې د یادو ځمکو د غصب په تور څوک نیول شوي که نه، خو زیاتوي، هر هغه څوک چې دولتي ځمکې یې غصب کړي، قانوني چلند ورسره کېږي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.