[restrict paid="true"]
پلخمري (پژواک، ۲۸ سلواغه ۱۴۰۲): د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د سمنګان او بغلان ولایتونو لسګونو پهلوانانو ترمنځ د وزلوبې دوه ورځنۍ سیالۍ ترسره شوې.
د بغلان ولایت د ورزش او بدني روزنې امر قاري امیرمحمد امیري د سلواغې په ۲۸ مه پژواک ته وویل چې د وزلوبې دغه دوه ورځنۍ سیالۍ چې پرون پیل شوې وې، نن مازیګر پای ته ورسېدې.
دی وایي، په دې سیالیو کې د بغلان او سمنګان ولایتونو لسګونو پهلوانانو برخه اخیستې وه چې موخه یې د وزلوبې راتلونکو لوبو ته د پهلوانانو هڅول وو.
د بغلان ولایت قومي مشر حاجي محمدولي چې ددې سیالیو مالي ملاتړ یې کړی و، وایي د وزلوبو له مالي ملاتړه یې موخه دافغانستان دغې عنعنوي لوبې ژوندي ساتل دي.
نوموړي پژواک ته وویل، د سمنګان ولایت پهلوان حاجي محمد - چې نن یې له نورو پهلوانانو غوره لوبه وکړه - په ۵۰زره افغانۍ او یوه چپن ونازاوو، څو راتلونکو لوبو ته ښه چمتوالی ونیسي.
د سمنګان ولایت پهلوان حاجي محمد پژواک سره خبرو کې خوښي وښودله چې تر نورو ښه وځلېد او د سل ډالرو جایزه یې هم ترلاسه کړه.
دی وایي، څوارلس کلن و چې پر آس سپرېدل یې زده کړل او ۱۶ کاله کېږي چې وزلوبه کوي، له نېکه مرغه د هېواد دننه اوبهرلوبو له ډګره یې برياوې ترلاسه کړي.
د یادولو ده تېره اونۍ کندوزکې هم د نهه شمالي ولایتونو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې وې.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP