ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د قرغیزستان ولسمشر: د نشه‌یي توکو قاچاق او کمزوری اقتصاد د افغانستان لویې ستونزې دي

د قرغیزستان ولسمشر: د نشه‌یي توکو قاچاق او کمزوری اقتصاد د افغانستان لویې ستونزې دي

author avatar
17 Feb 2024 - 02:41
د قرغیزستان ولسمشر: د نشه‌یي توکو قاچاق او کمزوری اقتصاد د افغانستان لویې ستونزې دي
author avatar
17 Feb 2024 - 02:41

[restrict paid=”true”]

اټلانټا (پژواک، ۲۷ سلواغه ۱۴۰۲): د قرغیزستان ولسمشر “ترهګري، د نشه‌یي توکو قاچاق او کمزوری اقتصاد”د افغانستان لویې ستونزې بللې او له امریکا یې غوښتي چې د افغانستان شتنمي له ګنګل حالته وباسي.

نوموړي دا ځرګندونې د جمعې په ورځ (د سلواغې ۲۷مه) د یاد هېواد په پلازمېنه بشکیک کې د سیمې او منځنۍ اسیا هېوادونو له لوړپوړو امنیتي چارواکو سره په لیدنه کې چې د افغانستان په اړه جوړه شوې وه، کړې دي.

روسي رسنۍ ټاس د سلواغې په ۲۷مه خبر ورکړی چې په (شپږم سیمه‌ییز امنیتي ډایلاګ) ناسته کې د چین، هند، ایران، قرغیزستان، تاجکستان، قزاقستان او ازبکستان د ملي امنیت سلاکاران او د ملي امنیت شورا مشرانو برخه اخیستې وه.

سرچینې زیاته کړې چې په دې غونډه کې د  افغانستان پر وروستیو حالاتو د بحث ترڅنګ هلته د نشه‌یي توکو قاچاق له امله دوی ته د ورپېښېدونکو ګواښونو په اړه هم خبرې کېږي.

د قرغيزستان یوې رسنۍ (کبار) خبر ورکړی چې د دغه هېواد ولسمشر سادیر ضپاروف د یادې ناستې له ګډونوالو سره ولیدل او د افغانستان پر وروستیو حالاتو یې ورسره خبرې وکړې.

هغه وویل، په داسې حال کې چې افغانستان له سختو حالاتو تېریږي او له ګڼ شمېر ننګونو سره مخ دی؛ دا ډول بحثونه او خبرې ډېرې ګټورې دي.
ولسمشر ضپاروف ترهګري، د نشه‌یي توکو قاچاق او کمزوری اقتصاد د افغانستان مهمې ستونزې یادې کړې دي.

خو د افغانستان اسلامي امارت دا ډول ادعاوې رد کړې او ویلي یې دي چې په افغانستان کې هيڅ ډول وسله‌والې ډلې نشته او نشه‌یي توکي هم د یوه فرمان له مخې بند شوې دي.

د قرغېزستان  ولسمشر خوښي څرګنده کړه، چې د سیمې د هېوادونو د پر وختو اقداماتو، همغږۍ او همکاریو له امله په افغانستان کې د وسله والو نښتو مخه نیول شوې ده.

هغه له امریک وغوښتل چې د افغانستان دمرکزي بانک کنګل شوې شتمنۍ دې خوشې کړي، څو دا پیسې د افغانانو د ګټو لپاره مصرف شي.

ده وویل، چې هېواد به یې له افغانستان سره بشري مرستو ته ادامه ورکوي او په ځانګړې توګه چې په هرات ولایت کې د تېرې زلزلې له امله ځپل شوي دي.

[/restrict]

Views: 47

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.