[restrict paid=”true”]
اټلانټا (پژواک، ۲۸ سلواغه ۱۴۰۲): سریلانکا د شلاوریزو لوبو لړۍ په لومړۍ لوبه کې افغانستان ته د څلورو منډو په توپیر ماته ورکړه.
دا لوبه چې د شنبې ورځ (د سلواغې ۲۸مه) د سریلانکا په ډمبولا ښار کې ترسره شوه، پچه یې افغانستان وګټله او لومړی یې سریلانکا ته د توپوهنې بلنه ورکړه.
د سرلانکا لوبغاړو ډېره تېزه لوبه پیل کړه او اټکل کېده چې ۲۰۰ او یا هم ۱۸۰ منډې به وکړي، خو په وروستیو کې افغان توپاچوونکو ښه لوبه وکړه او د سریلانکا لوبډله یې ۱۶۰ منډو ته محدوده کړه.
د افغانستان له لوري فضلالحق فاروقي ۳، نوینالحق او عظمت عمرزي دوه دوه، نوراحمد او کریم جنت یو یو لوبغاړی وسوځول.
د افغانستان لوبډلې یاد هدف ته نږدې شوی و او په وروستي اوور کې لس منډې په کار وې، خو لوبډلمشر ابراهیم ځدراڼ چې له پیله راهیسې میدان کې ولاړ و، ونه شو کولی په لومړیو څلورو توپونو کومه منډه واخلي او افغانستان په ۲۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۶ منډې وکړې.
دغه راز سریلانکا دا لوبه د څلورو منډو په توپیر وګټله.
له دې مخکې سریلانکا له افغانستانه یوه ټسټ لوبه او درې یوه ورځنۍ لوبې هم ګټلې دي.
[/restrict]
Views: 14
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن