ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د یکاولنګ لومړی نمبر ولسوالۍ چاپ‌اندازانو د بامیان وزلوبې سیالیو اتلولي خپله کړه

د یکاولنګ لومړی نمبر ولسوالۍ چاپ‌اندازانو د بامیان وزلوبې سیالیو اتلولي خپله کړه

author avatar
17 Feb 2024 - 14:18
د یکاولنګ لومړی نمبر ولسوالۍ چاپ‌اندازانو د بامیان وزلوبې سیالیو اتلولي خپله کړه
author avatar
17 Feb 2024 - 14:18

بامیان (پژواک، ۲۸ سلواغه ۱۴۰۲): د بامیان ورزشي مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د وز‌لوبې سیالۍ د یکاولنګ لومړي نمبر ولسوالۍ د چاپ‌اندازانو په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د بامیان د بدني روزني سرپرست امر سید کفیل موسوي پژواک خبري اژانس ته وویل، د وزلوبې یادې سیالۍ چې د بامیان مرکز، د لومړي نمبر یکاولنګ او دویم نمبر یکا‌ولنګ ولسوالیو چاپ‌اندازانو ترمنخ ترسره شوې، د یکاولنګ لومړي نمبر ولسوالۍ په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د هغه په خبره، دا سیالي تېره ورځ د یکاولنګ لومړي نمبر ولسوالۍ د چمن سیمه کې د درېیو ټیمونو د ۳۸ چاپ‌‌اندازانو او ۴۰ اسونو په ګډون ترسره شوه. د دې سیالۍ موخه د غوره چاپ‌اندازانو پېژندنې او دغه ورزش برخې ته د ځوانانو هڅونه وه.

خو چاپ‌اندازان د امکاناتو له نشتوالي او د دې برخې له ورزشکارانو د اړوندو بنسټونو له نه ملاتړه شکایت لري.

د دې سیالۍ یو چاپ‌انداز نادر محمدي وایي چې دې دودیزې لوبې ته د سیمې اوسېدونکو لېوالتیا ډېره ده، خو د سیالیو ترسره کېدو په موخه د مناسب ځای نشتون او د مسوولینو نه ملاتړ د دې لامل شوی څو د چاپ‌اندازانو شمېر ورځ تر بلې کم شي.

د هغه په خبره، که له چاپ‌اندازانو ملاتړ ونه شي، وزلوبه چې په بامیان کې یوه دودیزه لوبه ده، له پامه به وغورځول شي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.