لښکرګاه (پژواک، ۲۹ سلواغه ۱۴۰۲): د هلمند عامې روغتیا ریاست د څارنې ډلې د دغه ولایت په موسیکلا ولسوالۍ کې ۶۸ روغتیایي مرکزونه او درملتونونه د روغتیایي اصولو نه رعایتولو له امله تړلي دي .
د هلمند عامې روغتیا رییس ډاکټر سیداحمد سعید پژواک خبري اژانس ته وویل، د روغتیایي قوانینو د تطبیق امریت د څارنې ډلې په تېرو درېیو ورځو کې د موسیکلا ولسوالۍ د دولتي کلینیکونو په ګډون ۷۴ درملتونونه، ۲۱ روغتیایي مرکزونه، ۵۰ روغتیایي کتنځایونه او ۱۷ شخصي لابراتوارونه تر څارنې لاندې نیولي دي.
هغه وویل، په یاده موده کې یې ۳۲ درملتونونه، ۲۰ شخصي روغتیایي مرکزونه، شپږ د غاښونو کلینیکونه، دوه د قابلو کتنځایونه او ۸ لابراتوارونه تړلي دي.
د نوموړي په خبره، یادو روغتیایي مرکزونو، درملتونونو او لابراتوارونو کې روغتیایي قوانین نه پلې کېدل.
د هغه په خبره، د یادې ولسوالۍ دولتي روغتیايي مرکز یې هم د یو شمېر ناقانونه کړنو له امله تړلی او زیاتوي چې دا پروسه به د هلمند نورو ولسوالیو ته هم وغځوي.
Views: 26
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن