ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اوسپنې پټلۍ ادارې سرپرست په مشرۍ یو پلاوی ازبکستان ته ولاړ

د اوسپنې پټلۍ ادارې سرپرست په مشرۍ یو پلاوی ازبکستان ته ولاړ

author avatar
18 Feb 2024 - 17:44
د اوسپنې پټلۍ ادارې سرپرست په مشرۍ یو پلاوی ازبکستان ته ولاړ
author avatar
18 Feb 2024 - 17:44

کابل (پژواک، ۲۹ سلواغه ۱۴۰۲): د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې سرپرست په مشرۍ یوه پلاوی د افغان- ټرانس غونډه کې د ګډون او دوه اړخیزه رېلي همکاریو د پراختیا په موخه د ازبکستان تاشکند ته ولاړ.

د افغانستان، ازبکستان او پاکستان اوسپنې پټلۍ (افغان – ټرانس) – چې ۷۸۰ کیلومټره اوږدوالی لري او د افغانستان له خاورې مرکزي اسیا له سوېلي اسیا سره نښلوي – په افغانستان کې له مزارشریفه پیل او د جلال‌اباد تر تورخم ښارګوټي پورې رسېږي.

د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې د معلوماتو له مخې، د دې پروژې لومړنۍ ساحوي سروې تېر کال په زمري میاشت کې بشپړه شوې ده.

د اوسپنې پټلۍ ادارې په خبرپاڼه کې راغلي چې د یادې ادارې سرپرست ملا بخت‌الرحمن شرافت او مل پلاوي د افغان- ټرانس غونډه کې د ګډون او دوه اړخيزه رېلي همکاريو د پراختيا په موخه د ازبکستان پلازمېنې تاشکند ته سفر وکړ.

خبرپاڼه کې راغلي، د دغه سفر په ترڅ کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ سرپرست او مل پلاوي د حيرتان اداري تعمير له رغنیزو چارو او ازبکستان د ترميز رېل پټلۍ سټېشن له بېلابېلو برخو څخه هم ليدنې کړې دي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې چې د افغان- ټرانس پروژې راتلونکې غونډه سبا د فبرورۍ په ۱۹مه د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د افغانستان، پاکستان، ازبکستان او عربي متحده اماراتو د استازو په ګډون جوړه شي.

Views: 33

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.