کندهار (پژواک، ۲۹ سلواغه ۱۴۰۲): د کندهار ولایت مقام د یوه مکتوب په صادرولو سره د دغه ولایت له ټولو ملکي او نظامي مسوولینو غوښتي چې په خپلو رسمي او غیررسمي ناستو کې د «ذيروح له تصویر اخیستلو او عکاسي کولو» ډډه وکړي.
یاد مکتوب چې پژواک خبري اژانس یې یوه کاپي ترلاسه کړې نن خپور شوی او په پای کې د کندهار سرپرست والي ملامحمد شیرین اخند لاسلیک کړی دی.
په مکتوب کې چې د دغه ولایت ټولو ملکي او نظامي مسوولینو ته لیکل شوی راغلي: «د دغه مکتوب په رسېدلو سره تاسو ټولو محترمینو ته هدایت درکول کېږي چې د اینده لپاره په خپلو رسمي او غیر رسمي مجلسونو کې د ذيروح له تصویر اخیستلو او عکاسي کولو څخه اجتناب وکړئ ځکه د دغه کړنو ضرر تر ګټې زیات دی، د خپلو فعالیتونو راپورونه په تحریري او صوتي (اډیو) شکل سره نشر ته وسپارئ.»
په مکتوب کې راغلي، دا مکتوب د ابلاغ د نېټې څخه نافذ دی، باید هر څوک یې په خپله اداره کې عملي کړي.
د کندهار ولایت مقام ویاند مولوي عزام د جزییاتو له ورکولو پرته پژواک خبري اژانس ته د یاد مکتوب صحت تایید کړ.
کندهار کې د افغانستان د خپلواکو خبریالانو اتحاديې استازی محمدیار مجروح وایي، د ولایت مقام دغه مکتوب د رسنیو په برخه کې وضاحت نه لري، خو که چېرې دا پرېکړه د رسنیو لپاره هم وي دا به د رسنیو پر کار منفي اغېز ولري.
ده غوښتنه وکړه چې پر رسنیو د بندیزونو پر ځای له رسنیو سره همکاري او په اقتصادي او نورو برخو کې یې ملاتړ وشي.
شاوخوا یو کال مخکې ورته بندیز په هلمند کې هم ولګېد خو د خبریالانو او دولتي مسوولینو له خبرو وروسته دا ستونزه حل شوه.
Views: 211
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن