مهترلام (پژواک، ۲۹ سلواغه ۱۴۰۲): د لغمان ولایتي چارواکي وایي چې د دغه ولایت په پنځو ولسوالیو کې د یوه یوه چکډیم جوړولو چارې یې پیل کړې دي.
د لغمان والي قاري زینالعابدین عابد پژواک خبري اژانس وویل، د کرنې وزارت په مالي ملاتړ یې د ۱۵ میلیون افغانیو په لګښت په الینګار، الیشنګ، دولتشاه، بادپښ او قرغیو ولسوالیو کې د موسمي بارانونو او سېلابونو اوبو ذخیرهکولو په موخه د معیاري چکډیمونو جوړولو کارونه پيل کړي چې چارې به یې په دوو میاشتو کې بشپړې شي.
ورته مهال، د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست رییس مولوي محمدولي محسن پژواک ته وویل، د یادو چکډیمونو په جوړېدو به د ځمکې لاندې اوبو کچه لوړه او للمي ځمکې به تغذیه شي.
نوموړي وویل، هر چکډیم کې به د بارانونو او سېلابونو پر مهال شاوخوا ۲۰ زره متر مکعب اوبه ذخیره کېږي.
د نوموړي په خبره چې یاد چکډيمونه د اسلامي امارت د مشرتابه په حکم جوړیږي.
Views: 35
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن