کابل (پژواک، ۲۹ سلواغه ۱۴۰۲): د اوبو او برېښنا وزارت وایي، په کاپیسا ولایت کې د څه باندې ۵۸۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د ۱۲ پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغو ۱۲ پروژې کې چې ۱۴۰۸ متره ګابیون کاري، ۶۳۱ متره د سیند غاړو تحکیمات او ۵۰ متره د سربند پخولو چارې شاملې دي د ۵۸۰ زره او ۷۴۰ امریکايي ډالرو په ارزښت بشپړې شوې.
سرچینې زیاته کړې، په یادو پروژو کې د دهبابي، نورالدینخېلو، قول پرچاو، بادام علي او د بولهغین سیلبر تحکیمات او د تولات کانال، د میرهخېل او پایکو کلي، د بهلولخېلو کلي، د شکرخېلو کلي استنادي دېوالونو جوړول شامل دي.
دغه راز د سرچینه لیکلي، د تګاب ولسوالۍ د ادېزائیو کلي د استنادي دېوال سنګکاري او د آلهسای ولسوالۍ د پرادور کلي ګابیوني دېوال جوړول هم په یادو پروژو کې شامل دي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، یادې پروژې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان په مالي ملاتړ د لسو میاشتو په موده بشپړې شوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP