ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

قطر او ملګرو ملتونو د افغانستان بشري وضعیت، تلپاتې سولې او امنیت په اړه خبرې کړې

قطر او ملګرو ملتونو د افغانستان بشري وضعیت، تلپاتې سولې او امنیت په اړه خبرې کړې

author avatar
19 Feb 2024 - 20:39
قطر او ملګرو ملتونو د افغانستان بشري وضعیت، تلپاتې سولې او امنیت په اړه خبرې کړې
author avatar
19 Feb 2024 - 20:39

[restrict paid=”true”]

اټلانټا (پژواک، ۳۰ سلواغه ۱۴۰۲): د قطر د بهرنیو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له سرمنشي سره د افغانستان پر بشري وضعیت او هلته د تلپاتې سولې او امنیت په اړه خبرې کړې دي.

د قطر دولتي اژانس (قنا) د سلواغې په ۳۰مه، خبر ورکړی چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوتریش نن په دوحه کې د دغه هېواد لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن الثاني سره ولیدل.

سرچینې زیاته کړې چې په دې لیدنه کې د افغانستان پر وروستیو حالاتو، د دوحې کنفرانس او د غزې پر حالت باندې خبرې وشوې.

د افغانستان په تړاو د دوحې ناسته چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي په سرپرستۍ پرون جوړه شوې وه، نن پای ته ورسېده.

سرچینې زیاته کړې چې په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان پر بشري وضعیت او هلته پر تلپاتې سولې او امنیت باندې هم خبرې وکړې.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر په غزه کې پر اوربند د ټینګار ترڅنګ وویل چې هېواد یې په دې برخه کې د ملګرو ملتونو له ټولو هڅو ملاتړ کوي.

دغه راز هغه زیاته کړه، هېواد یې په هره برخه کې د افغانستان د خلکو ملاتړ ته ادامه ورکوي او د ملګرو ملتونو د هغو هڅو ملاتړ هم کوي چې افغانستان کې د دایمې سولې او امنیت لپاره یې کوي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي په افغانستان او غزه کې د شخړو د هواري لپاره د قطر د هلو ځلو او ملاتړ ستاینه وکړه.

[/restrict]

Views: 20

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.