ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې د انساني وېښتانو پېرلو په تور ۲۵ کسان نیول شوي

غزني کې د انساني وېښتانو پېرلو په تور ۲۵ کسان نیول شوي

غزني‌ښار (پژواک، ۳۰ سلواغه ۱۴۰۲): د غزني د امربالمعروف ریاست وایي چې د دغه ولایت په مقر ولسوالي کې یې د انساني وېښتانو پېرلو په تور ۲۵ کسان نیولي دي.

د غزني د امربالعروف او نهي عن‌المنکر رييس مولوي محمدعالم ناصح پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره ورځ یې محتسبینو د مقر ولسوالۍ په مربوطاتو کې د انساني وېښتانو پېرلو په تړاو ۲۵ کسان نیولي دي.

هغه زیاته کړه چې نیول شوي کسان ټول د ننګرهار ولایت اوسېدونکي دي او پېرلي وېښتان یې په خریطو او بالښتونو کې ځای پر ځای کړي وو.

د نوموړي په خبره چې پخوا یې هم د دغه کاروبار په تور یو شمېر کسان نیولي وو خو د ضمانت له اخیستو وروسته یې بېرته خوشي کړل خو ویې ویل چې تازه نیول شوي کسان یې عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارلي دي.

د اسلامي امارت مسوولینو معلوماتو له مخې، په هېواد کې د انساني وېښتانو پر پېر، پلور، صادراتو او واردات بندیز لګېدلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې مخکې هم د  غزني په مقر او اندړو ولسوالیو کې ۱۲ کسان د وېښتانو پېرلو په تړاو نیول شوي وو.

Views: 50

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.