ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سریلانکا د کرکټ دویمه شل‌اوریزه لوبه کې هم افغانستان ته ماته ورکړه

سریلانکا د کرکټ دویمه شل‌اوریزه لوبه کې هم افغانستان ته ماته ورکړه

author avatar
19 Feb 2024 - 23:11
سریلانکا د کرکټ دویمه شل‌اوریزه لوبه کې هم افغانستان ته ماته ورکړه
author avatar
19 Feb 2024 - 23:11

[restrict paid=”true”]

اټلانټا (پژواک، ۳۰ سلواغه ۱۴۰۲): سریلانکا د کرکټ دویمه شل‌اوریزه لوبه کې هم افغانستان ته ماته ورکړه او دغه راز د درېیو لوبو لړۍ یې هم وګټله.

دا لوبه چې نن (د سلواغې ۳۰مه) ترسره شوه، پچه یې سریلانکا وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه. د سریلانکا لوبغاړو یو ځل بیا ښه لوبه وکړه او په ټاکل شوو ۲۰ اورونو کې یې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۷ منډې جوړې کړې او افغانستان ته یې د ۱۸۸ منډو هدف ورکړ.

د افغانستان له لوري عظمت عمرزي او محمدنبي دوه دوه، فاروقي او نوین‌الحق یو یو لوبغاړي وسوځول.

د افغانستان لوبغاړو یو ځل بیا د هدف په ترلاسه کولو کې ناکام شول او ټوله لوبډله په ۱۱۵ منډو وسوځېده، دغه راز سریلانکا دا لوبه د ۷۲ منډو په ستر توپیر وګټله.

د افغانستان له لوري کریم جنت ۲۸ او محمدنبي ۲۷ د پام وړ منډې جوړې کړې.

له دې مخکې سریلانکا په ټسټ او یو ورځنیو لوبو کې هم افغانستان ته ماته ورکړې وه.

[/restrict]

Views: 14

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.