لښکرګاه (پژواک، ۳۰ سلواغه ۱۴۰۲): د هلمند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د دغه ولایت په ګرمسېر او نهرسراج ولسوالیو کې له ۷۵۴ کروندګرو سره د کرنیزو تخمونو او توکو مرسته کړې ده.
د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال مولوی شېرمحمد وحدت پژواک خبري اژانس ته وویل چې یادې مرستې د کرنې ریاست له لوري د جک موسسې په مالي مرسته وېشل شوې دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، په دغو مرستو کې هر کروندګر ته د کرنیزو تخمونو د ورکړې ترڅنګ یو شمېر د کارکولو وسایل هم ورکړل شوي دي.