ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جوزجان کې یوې مېرمنې لسګونه نورو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې

جوزجان کې یوې مېرمنې لسګونه نورو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې

author avatar
19 Feb 2024 - 15:33
جوزجان کې یوې مېرمنې لسګونه نورو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې
author avatar
19 Feb 2024 - 15:33

شبرغان (پژواک، ۳۰ سلواغه ۱۴۰۲): په جوزجان کې یوې مېرمنې د لاسي صنایعو او سنیو اوبدولو دوو کارخونو په جوړولو سره د دغه ولایت ۱۷۰ کونډو او بې‌وزله مېرمنو ته د کار زمینه برابره کړې ده.

هغې مېرمنې چې په یادو کارخونو کې د کار زمینه ورته برابره شوې، هیله څرګندوي ‎چې د دغو کارګاوو کاروبار وغوړېږي څو د معاش لوړېدو ترڅنګ یې نورو ښځو ته هم د کار زمینه برابره شي.

د سنیو اوبدلو او لاسي صنایعو یادو کارخونو بنسټ‌اېښودونکې سنګي‌ماه ستر پژواک خبري اژانس ته وویل، د سنیو اوبدلو (وړۍ پر تار بدلول) کارګاه کې چې یو کال مخکې یې جوړه کړې، ۱۲۰ مېرمنو ته او د لاسي صنایعو په کارګاه کې چې یو نیم کال مخکې یې جوړه کړې، ۵۰ مېرمنو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده.

هغې زیاته کړه: «غوښتل مې چې د یادو کارګاوو په جوړولو سره ډېرو هغو ښځو ته چې کونډې دي او د کور سرپرستي ور پر غاړه ده، د کار زمینه برابره کړم او دغه راز جوزجان کې لاسي صنایع چې ښه مخینه لري، له یاده ونه ایستل شي.»

هغې زیاته کړه، یادو مېرمنو کې داسې نجونې هم شته چې خپلې دندې یې له لاسه ورکړې او یا له تعلیم او تحصیله بې‌برخې شوې دي.

نوموړې د کارکوونکو د معاشونو په اړه وویل: «د سنیو اوبدولو په کارګاه کې مېرمنو ته د میاشتې یونیم زر افغانۍ معاش ورکوم او د لاسي صنایعو په کارګاه کې تولید او پلور ته په کتو معاش ورکوم.»

هغې زیاته کړه، څه باندې ۳۰۰ نورې مېرمنې هم یادو کارګاوو کې د کار لېوالتیا لري، که کار یې وغوړېږي او ملاتړ یې وشي، هغوی به هم پر کار وګوماري.

د سنګي‌ماه په خبره، له هټیو څخه سنۍ راوړي، اوبدي یې او بېرته یې هټۍ‌والو ته تسلیموي او خپله حق‌الزحمه ترې اخلي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د سنیو اوبدلو په کارګاه کې ښځینه کارکوونکې یوې میاشت کې څه باندې اتیا کیلو سنۍ په لاس اوبدي، خو که ماشین ولري، له دې به ډېر کار وکړي.

هغه د تولیداتو په اړه د شمېرو له ورکولو پرته وایي، د لاسي صنایعو په برخه کې یې هم تولید او پلور ښه شوی او عاید یې میاشت کې له اتو زرو څخه پنځلس زرو ته لوړ شوی دی.

دغه راز هغه مېرمنې چې یادو کارګاوو کې پر کار بوختې دي، د وسایلو نشتوالي ته اندېښمنې دي.

حمیده هغه ۵۰ کلنه مېرمن چې د سنیو اوبدلو برخه کې کار کوي، وايي: «دې کارګاه ته په راتلو خوشحاله یم، مخکې له دې مې کور کې کار کاوه، یو کیلو وړۍ به مې په ۵۰ افغانۍ اوبدلې خو دلته راته ۷۰ افغانۍ راکوي، دا ډېره ښه خبره ده.»

هغه له اقتصادي ستونزو شکایت لري او وايي، هره میاشت یو نیم زر افغانۍ معاش لري چې د اقتصادي ستونزو کمه برخه يې پرې حل کېدای شي.

نوموړې د ماشینونو نشتون او په ځانګړې توګه له وړیو څخه د تار تولید ماشین نشتون د کارګاه کارکوونکو ته یوه لویه ستونزه وبلله او زیاته یې کړه: «موږ په لاس وړۍ اوبدو چې راته ستونزمن دی، که ماشین وي، په دېرې اسانۍ یې اوبدلی شو، کېدای شي موږ هره یوه دوو ورځو کې درې کیلو وړۍ واوبدو، په داسې حال کې چې اوس هره ورځ یو کیلو وړۍ اوبدو.»

د یادې کارګاه یوه بله کارکوونکې هدیه وايي: «هره ورځ دلته راځم، وړۍ په لاس اوبدم، له دې کاره پیسې تر لاسه کوم، که دولت او دفترونه مرسته وکړي، موږ ته د سنیو اوبدلو ماشینونه راکړي، ډېر به ښه وشي؛ ځکه چې په لاس د وړیو اوبدل ډېر ستونزمن کار دی.»

هغې زیاته کړه: «که موږ ته ماشین راکړي، که د سنګي‌ماه ملاتړ وکړي، ډېر به ښه وشي، هم به مو کار وغوړېږي، معاش به مو لوړ شي او هم به نورو مېرمنو ته د کار زمینه برابره شي.»

د فرشتې په نوم د کارګاه یوه بله شاګرده وايي‎، د کار کولو له لارې له خپلې کورنۍ سره د اقتصاد برخه کې مرسته کوي.

هغې زیاته کړه: «کورنۍ کې مې د مور، پلار او له ما پرته بل څوک کار نه کوي، مور مې هم هره ورځ وړۍ اوبدي، پلا مې کارګر دی، خوشحاله یم چې پیسې تر لاسه کوم.»

جوزجان کې د ښځو د صنایعو او سوداګرۍ خونې مسوولې فاطمه نیک رسولي پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه ولایت کې مېرمنو لپاره د خیاطۍ او نورو کارګاوو جوړېدل ډېر شوي دي.

نوموړې مېرمنو لپاره د کارګاوو جوړول د کورنیو د اقتصادي ستونزو حل برخه کې مهم ګام بولي او وايي، دوو وروستیو کلونو کې د دغه ولایت د ولسوالیو او ښار د خیاطۍ، قالین‌اوبدلو، سنیو اوبدلو، کرنې او مالدارۍ برخو کې شپږ زره مېرمنې په کار ګومارل شوې دي.

هغه وايي، د ښځو د صنایعو او سوداګرۍ خونه د اسلامي امارت په مرسته هڅه کوي څو د هغو مېرمنو ملاتړ او ستونزو ته یې رسېدنه وشي چې د وړو، منځنیو او لویو کارګاوو په جوړولو سره مېرمنو ته د کار زمینه برابروي.

Views: 142

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.