کابل (پژواک، ۳۰ سلواغه ۱۴۰۲): د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي چې افغانستان په تېرو نهو میاشتو کې د څه باندې ۱،۳ میلیارد ډالرو په ارزښت صادرات او د څه باندې ۶،۲ میلیارد ډالرو په ارزښت واردات درلودل.
د افغانستان د احصایې او معلوماتو ملي ادارې نن (د سلواغې ۳۰مه) د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، دې ادارې د روان کال په لومړیو درېیو ربعو کې د هېواد د صادراتو او وارداتو ارقام راټول او تحلیل کړي دي.
سرچینې لیکلي، په یاده موده کې د صادراتو ټوليز ارزښت یو میلیارد او ۳۵۵ میلیونه او د وارداتو ارزښت ۶ میلیارده او ۲۲۸ میلیونه ډالرو ته رسېږي.
سرچینه لیکي چې یاده موده کې ډېر صادرات پاکستان، هندوستان او متحده عربي اماراتو هېوادونو ته شوي دي.
په راپور کې راغلي، په دې موده کې پاکستان ته د ۶۸۹ میلیون او ۹۰۰ زره امریکایي ډالرو، هند ته ۴۶۳ میلیون ډالرو او متحده عربي اماراتو ته د ۳۲ میلیون او ۳۰۰ زرو امریکايي ډالرو په ارزښت صادرات شوي چې په ترتیب لومړی، دویم او درېیم ځای لري.
د یاد راپور له مخې، د هېواد په صادراتي توکو کې وچه مېوه د روان کال په لومړیو درېیو ربعو کې تر ټولو زیاته صادره شوې چې د صادراتو ارزښت یې ۳۴۲ میلیون او ۷۰۰ زره ډالرو ته رسېږي. د دې ترڅنګ طبي بوټي، معدني توکي او تازه مېوې په ترتیب سره د هېواد د صادراتو دویمه، درېیمه او څلورمه برخه جوړوي.
هېواد ته واردات
د افغانستان د احصایې او معلوماتو ملي ادارې لیکلي چې د روان کال په لومړیو درېیو ربعو کې د هېواد ډېر وارد شوي توکي له ایرانه راغلي چې ټولیز ارزښت یې یو میلیارد او ۳۱۸ میلیون او ۹۰۰ زره ډالرو ته رسېږي.
د یادې ادارې له قوله، په یاده موده کې له ایرانه د یو میلیارد ۳۱۸ میلیون او ۹۰۰ زره ډالرو په ارزښت، له پاکستانه د یو میلیارد او ۱۵۶میلیونو ۱۰۰ زره ډالرو او له چین څخه د یو میلیارد او ۱۴۷ میلیونه ډالرو په ارزښت واردات شوي دي.
د سرچینې په وینا، د روان کال په لومړیو درېیو ربعو کې هېواد ته په را واردو شوو توکو کې نفتي توکي او روغنیات تر ټولو زیاته برخه جوړوي چې ټولیز ارزښت یې یو میلیارد او ۱۰ میلیونه او ۶۰۰ زره ډالرو ته رسېږي دغه راز په همدې ترتیب، ماشینونه، ترانسپورټي وسایط او پرزې د ۶۹۱ میلیونه او ۹۰۰ زره ډالرو سره، په دویم او ټوکر، فلزونه او فلزي محصولات په درېیم او څلورم ځای کې راځي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د ۱۴۰۲ کال په لومړیو درېیو ربعو کې د هېواد د صادراتو ارزښت یو میلیارد او ۳۷۵ میلیون ډالرو ته او د وارداتو ارزښت ۵ میلیارد او ۱۲۴ میلیون او ۹۰۰ زره ډالرو ته رسېږي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن