Language

غزني کې د ترافیکي پېښې له امله اوو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

غزني (پژواک، ۳۰ سلواغه ۱۴۰۲): د غزني په مرکز کې د ترافیکي پېښې له امله درې کسان مړه شوي او څلور نور ټپیان دي.

د غزني د امنیه قوماندانۍ ویاند ابو خالد سرحدي پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره شپه ناوخته د کابل - کندهار پر لویه لار د ناني په سیمه کې د یوه ټېلر او ۵۸۰ موټر ترمنځ ټکر شوی دی.

هغه وايي چې په دې پېښه کې د دوو ښځو په ګډون درې کسان مړه شوي او څلور نور سخت ټپیان شوي دي.

هغه وویل چې ټپیان د درملنې په موخه روغتون ته انتقال شوي دي.

نوموړي د یادې پېښې لامل د موټرچلوونکو بې احتیا‌طي په ګوته کړه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.