پارون (پژواک، ۳۰ سلواغه ۱۴۰۲): د نورستان ټولګټو رياست وايي چې د واورې ورېدو له امله مرکز پارون ته ورغلې ټولې لارې د تګ راتګ پر مخ تړل شوې دي.
دغه رياست له خلکو غوښتي چې تر بلې خبرتيا دې پارون ته له تلو ډډه وکړي.
د پارون اوسېدونکي وايي چې د واورې اندازه تر شاوخوا يو متر پورې رسېږي.
د نورستان د ټولګټو رياست له خوا خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه ولايت مرکز پارون ته ورغلې ټولې لارې د واورې له امله تړل شوې دي.
په خبرپاڼه کې له خلکو غوښتنه شوې چې د دوی تر بلې خبرتيا دې پارون ته له تګ راتګه ډډه وکړي.
د پارون ښار يوه اوسېدونکي عبيدالله پژواک ته وويل چې په ښار کې د واورې اندازه شاوخوا یو متر ته رسېدلې ده.
دا په داسې حال کې ده چې لا هم پارون او د نورستان په ځينو نورو سیمو کې د واورې اورښت دوام لري.
Views: 20
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن