Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پنجشېر کې د واورې ښویېدو پېښه کې دوه کسان مړه شوي او یو بل ټپي دی
ارشیف

پاراخ (پژواک، ۳۰ سلواغه ۱۴۰۲): د پنجشېر امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په خنج ولسوالۍ کې د واورې ښویېدنې پېښه کې د یوه کان دوو کارګرانو ژوند له لاسه ورکړی او یو بل ټپي شوی دی.

د پنجشېر امنیې قوماندانۍ ویاند عابدالله عقاب په یوه خپره شوې ویډیو کې ویلي چې دغه پېښه نن سهار د خنج ولسوالۍ په مکونې کلي کې شوې ده.

هغه زیاته کړې چې د واورې ښویېدنې په یاده پېښه کې دوه کسان مړه شوي او یو بل ټپي شوی دی.

سرچینه وايي چې ټپي شوی کس د امنیتي ځواکونو له لوري روغتون ته لېږدول شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه د هېواد په ډېرو ولایتونو کې واوره ورېدلې او نورستان کې هم د غره ښویېدنې پېښه کې تر ۲۵ کسانو مړه شوي او لسګونه کورونه ویجاړ شوي دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.