ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملګري ملتونه: د اوکراین بیارغونې لپاره ۴۸۶ میلیارد ډالرو ته اړتیا ده

ملګري ملتونه: د اوکراین بیارغونې لپاره ۴۸۶ میلیارد ډالرو ته اړتیا ده

author avatar
19 Feb 2024 - 15:56
ملګري ملتونه: د اوکراین بیارغونې لپاره ۴۸۶ میلیارد ډالرو ته اړتیا ده
author avatar
19 Feb 2024 - 15:56

کابل (پژواک، ۳۰ سلواغه ۱۴۰۲): د اوکراین جګړې د دوو کلونو په پوره کېدو ملګرو ملتونو اعلان کړی چې تر اوسه په دغه هېواد کې دوه میلیون کورونه ویجاړ شوي چې بیارغونې لپار یې ۴۸۶ میلیون ډالرو ته اړتیا ده.

د ملګرو ملتونو سازمان دغه شمېرې نن (دوشنبه، د سلواغې ۳۰مه) پر خپله اېکس‌پاڼه خپاره کړي دي.

یاد سازمان زیاته کړې: «په داسې حال کې چې بشري اړتیاوې لا هم ډېرې دي، د بیارغونې لپاره د لګښتونو رقمونه هم د ډېرېدو په حال کې دي.»

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو سازمان مخکې له دې څو ځلې د جګړې بندېدو او له اوکراینه د روسیې له قید او شرط پرته او فوري وتلو غوښتنه کړې وه.

د یادونې ده، پر اوکراین د روسیې یرغل د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۲۴مه پیل شوی او تر اوسه دوام لري.

د امریکا دولتي چارواکو مخکې له دې اټکل کړی و چې د اوکراین د جنګ له پيلېدو وروسته تر اوسه د دواړو خواوو نږدې نیم میلیون سرتېري وژل شوي یا ټپي شوي دي.

رسنیو دغه راز راپور ورکړی چې د یادې جګړې له امله تر اوسه څه باندې ۱۰ میلیون کسان بې‌ځایه شوي دي.

Views: 52

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.