Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ډبلیواېچ‌او: تېره میاشت مو افغانستان کې څه باندې ۳۴۴ زره کسانو ته روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي

کابل (پژواک، ۳۰ سلواغه ۱۴۰۲): د روغتیا نړۍوال سازمان وايي چې د روان زېږدیز کال په جنوري میاشت کې یې افغانستان کې ۳۴۴ زره او ۳۹۴ کسانو ته بېړني روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي دي.

د روغتیا نړۍوال سازمان تېره ورځ (یک‌شنبه) د یوه پیغام په خپرولو سره لیکلي چې یاد شمېر کسانو ته د هېواد په ۲۵ ولایتونو کې د بېړنیو روغتیایي مراقبتونو خدمتونه وړاندې شوي دي.

د یاد سازمان په وینا، په دې موده کې ۲۶۸ زره ناروغانو د اړتیا وړ درمل ترلاسه کړي دي.

سرچینې زیاته کړې چې یادې مرستې د روغتیا نړۍوال سازمان د همکارانو په وسیله د ۲۲ روغتیایي مرکزونو له لارې خلکو ته وړاندې شوې دي.

راپور کې دغه راز راغلي چې په تېره یوه میاشت کې له پنځه کلونو کم‌عمره ۳۸ زره او ۲۹ ماشومانو د خوارځواکۍ د ارزونې خدمتونه ترلاسه کړي دي.

د راپور له مخې، په دې موده کې دوه زره او ۳۱۴ زېږونونه ترسره شوي، ۱۱ زره او ۲۶۶ ښځو ته له امیدوارۍ مخکې مراقبتونه او شپږ زره او ۸۸۹ ښځو ته له امېدوارۍ وروسته مراقبتونه هم وړاندې شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره جمعه د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) هم وویل، سږ کال ژمی یې د افغانستان د لرو پرتو سیمو ۳۰۰ زره کسانو ته روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.