Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ندیم: د ښځو حقونو ته چې ا.ا کومه پاملرنه کړې، ښايي نړۍ کې چا نه وي کړې

کابل (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ۱۴۰۲): د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست وایي، د ښځو حقونو ته چې کومه پاملرنه اسلامي امارت کړې ښایي نړۍ کې چا نه وي کړې او زیاتوي چې تېر حکومت هڅه کوله څو په هېواد کې منکرات عام کړي او د پردیو تمدن پلی کړي.

د یاد وزارت سرپرست شېخ الحدیث مولوي ندامحمد ندیم دغه څرګندونې نن په کابل کې د دعوت او ارشاد مبلغینو لپاره د پوهنې وزارت له لوري جوړ شوي سیمینار ته وکړې.

هغه د جزئیاتو له ورکولو پرته وویل چې د «اسلامي نظام» پر وړاندې خورا ډېر خنډونه موجود دي.

ندیم زیاته کړه: «مخکې نظام چې تېر شوی، کامل کوشش یې پر دې و چې دلته باید اقامه د منکر وشي، اسلامي شعایر او اسلامي شریعت یو په بل پسې له منځه ولاړ شي.»

هغه تور پورې کړ چې د تېر حکومت پر مهال د پردیو د فرهنګ او دودونو پلي کېدو هڅې کېدې.

نوموړي د دوحې ناستې ته په اشاره وویل، د ښځو حقونه ته کومه پاملرنه چې اسلامي امارت کړې ده، ښایي نړۍ کې بل چا نه وي ورته کړې.

دغه راز د پوهنې وزارت سرپرست مولوي حبیب‌الله اغا په یاد سیمینار کې مبلیغینو ته په خطاب کې وویل: «که چا ته دعوت وکړئ، د اسلامي امارت د غړي او یا د حاکم فکر به ځان ته نه کوئ او که دا فکر مو وکړ بیا چا ته دعوت نه شئ ورکولای.»

نن د پوهنې وزارت له لوري د ياد وزارت د ساينس مرکز په تالار کې د کابل ښار اړوند د دعوت او ارشاد رياست مبلغانو لپاره يو ورځنی اصلاحي او تربيتي سيمينار جوړ شوی و.

بلخوا، د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد عمومي رییس مولوي محمدهاشم شهید ورور وویل: «له رسنیو سره زه په طبیعت کې سخت وران هم یم، دروغ وايي او دوی ته یو خصوصي دعوت به ورکړم، افغانان دي، مسلمانان دي، مور او پلار یې هم مسلمانان تېر شوي، په اسلامي مکلف هم دي دوه نیم کاله امارت اسلامي تبلیغونه ورته هم کوي خو د ږېرې پرېښودل ورباندې بوج دی، دا نه کوي.»

هغه زیاته کړه، ږېره پرېښودل او غټول واجب شرعي ده او د رسنیو ډېری کارکوونکي د واجبو تارکین دي او په وینا یې، انځور اخیستل کبیره ګناه ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.