غزني ښار (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ۱۴۰۲): په غزني کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال پیل شوې سیالۍ د اریانا لوبډلې په اتلولی پای ته ورسېدې.
د غزني د بدنې روزنې او ورزش امر بلال مجاهد پژواک خبري اژانس ته وویل، یادې سیالۍ ۱۲ ورځې وړاندې د ورزش امریت په همغږۍ د امیر محمدخان کلي په ورزشي ډګر کې پیل شوې وې چې پرون ناوخته پای ته ورسېدې.
نوموړي وویل، د دغه ټورنمنټ په پای لوبه کې د اریانا لوبډلې له لیلیه خاتم النبیین لوبډلې سره سیالي وکړه او په پای کې د اریانا لوبډلې خپل سیالې لوبډلې ته درې د دوه پر وړاندې ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
هغه وايي چې یاد ټورنمنټ وزرش ته د ځوانانو هڅولو او له نشهيي توکو څخه د هغوی د لرې ساتلو په موخه ترسره شوی و.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP