قلعهنو (پژواک، ۲ کب ۱۴۰۲): د بادغیس امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت د مرکز قلعهنو ښار مربوطاتو کې یو وسلهوال غل له امنیتي کسانو سره نښته کې وژل شوی دی.
د امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې لیکل شوي: «د بادغیس د مرکز قلعهنو ښار پنځمې امنیتي حوزې په قادساباد سیمه کې له څو غلو سره وسلهواله نښته وشوه چې پایله کې یو غل ټپي شو چې یوه تومانچه او یو دوربین هم ترې ترلاسه شول.»
سرچینې زیاته کړې، ټپي شوی کس د قلعهنو ښار ولایتي روغتون ته ولېږدول شو خو وروسته یې ساه ورکړه.
خبرپاڼه کې څرګنده شوې چې پولیسو د نورو غلو نیولو لپاره هم هڅې پیل کړې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP