ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پاکستان کې ایتلافي حکومت جوړېدل؛ شهباز شریف به لومړی وزیر او زرداري به ولسمشر وي

پاکستان کې ایتلافي حکومت جوړېدل؛ شهباز شریف به لومړی وزیر او زرداري به ولسمشر وي

author avatar
21 Feb 2024 - 21:01
پاکستان کې ایتلافي حکومت جوړېدل؛ شهباز شریف به لومړی وزیر او زرداري به ولسمشر وي
author avatar
21 Feb 2024 - 21:01

[restrict paid=”true”]

اټلانټا (پژواک، ۲ کب ۱۴۰۲): د پاکستان په پارلماني ټاکنو کې هیڅ ګوند اکثریت نه دی ترلاسه کړی، له دې امله مسلم‌لیګ ن او پیپل ګوندونو د ګډ ایتلافي حکومت جوړولو اعلان وکړ.

د پاکستان په تېرو پارلماني ټاکنو کې د ولسي جرګې له ۲۶۰ څوکیو د عمران خان تحریک انصاف ګوند ۹۲، د مسلم‌لیګ ن ګوند ۷۹ او د پیپل ګوند ۵۲ څوکۍ وګټلې او ځینو نورو وړو ګوندونو هم یو شمېر څوکۍ ګټلې دي.

د پاکستان د ټاکنو قانون له مخې، یو ګوند یا اتحاد د حکومت جوړولو لپاره باید د ولسي جرګې ۱۷۱ څوکۍ ولري خو هیڅ ګوند دومره څوکۍ نه دي ترلاسه کړې.

د مسلم‌لیګ او پیپل ګوندونو مشرانو له څو ورځو مذاکراتو وروسته د سه شپې په ورځ ناوخته اعلان وکړ چې دوی په ګډه له نورو وړو ګوندونو سره یوځای ۱۷۱ څوکۍ پوره کړي او ګډ ایتلافي حکومت به جوړوي.

د مسلم‌لیګ ګوند مشر شهباز شریف د پیپل ګوند له مشرانو اصف زردراي او بلاول بوټو سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وویل چې د موافقې له مخې، په مرکز، پنجاب او بلوجستان ایالتونو کې به دوی ګډ حکومتونه جوړوي.

بلاول زرداري وویل، د موافقې له مخې به شهباز شریف لومړی وزیر او اصف علي زرداري ولسمشر وي، دغه راز د سنا مشري به د پیپل ګوند او مرستیال یې د مسلم لیګ ن ګوند، د ولسي جرګې مشري به د مسلم لیګ ګوند او مرستیال به یې د پیپل ګوند وي.

دغه راز په پنجاب کې به مسلم لیګ او سیند کې پیپل ګوندونه یوازې حکومت جوړوي، خو د پنجاب ګورنر یا والي به د پیپل ګوند او د سیند ګورنر یا والي به د مسلم لیګ ن یا د کډوالو ملي خوځښت (ایم کیو اېم) سره وي.

په بلوچستان کې به هم مسلم لیګ او پیپل ګوند ګډ حکومت جوړوي، وزیر اعلی یا مشر وزیر به د پیپل ګوند او والي یا ګورنر به د مسلم لیګ ن ګوند سره وي.

[/restrict]

Views: 53

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.