کابل (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ۱۴۰۲): ځایي مسوولین وایي چې د بلخ امنیتي ځواکونو د دغه ولایت د مرکز مزارشریف ښار شپږمه حوزه کې یو ملي سوداګر د دوو ساعتونو په جریان کې د تښتوونکو له منګولو ژغورلی دی.
د بلخ ولایت مقام له خوا د کب په لومړۍ نېټه د شپې ناوخته خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ویښو امنیتي ځواکونو د ښار په شپږمه امنیتي حوزه کې د فواد اکبرزاده په نوم یو ملي سوداګر له تښتوونکو ژغورلی دی.
سرچینې زیاته کړې چې هغه نن سهار د ښار په اتمه حوزه کې له خپل کوره تښتول شوی و.
په خبرپاڼه کې راغلي چې امنیتي ځواکونو یاد سوداګر د راپور له وررسېدو وروسته د دوو ساعتونو په ترڅ کې د تښتوونکو له منګولو وژغوره او خپلې کورنې ته یې وسپاره.
د یادونې وړ ده چې فواد اکبرزاده د اوسپنو یا ګول سیخ سوداګري کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP