فراه، لښکرګاه (پژواک، د کب لومړې نېټه ۱۴۰۲): ځایي امنیتي مسوولین وایي چې په فراه کې سلګونه جریب ځمکه له کوکنارو پاکه او په هلمند کې نشهیي توکي نیول شوي دي.
د فراه امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۳۳۱ جریب کرل شوي کوکنار له منځه وړل شوي دي.
د دغه ولایت امنیې قوماندانۍ له خوا په خپره شوې یوه خبرپاڼه کې راغلي چې امنیتي او کشفي ځواکونو په تېره یوه میاشت کې د دغه ولایت په لسو ولسوالیو کې ۳۳۱ جریب کوکنار اړولي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، دغه راز د فراه په ځينو سیمو کې ۶۷۲۹۷ کیلوګرامه بېلابېل نشهیې مواد هم نیول شوي او سوځول شوي دي.
د یو بل خبر له مخې، د هلمند امنیتي مسوولینو خبر ورکړی چې د دغه ولایت امنیې قوماندانۍ اړوند له نشهیي توکو سره د مبارزې مدیریت ځواکونو د نشهیي توکو په تړاو درې کسان نیولي دي.
د یاد ولایت امنیې قوماندانۍ ویاند ملا عزتالله حقاني پژواک خبري اژانس ته وویل، یاد کسان د دغه ولایت د مرکز لښکرګاه په ګډون په خانشین ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو له لوري په داسې حال کې نیول شوي چې ۵۲۰ کيلوګرامه نشهیي توکي یې لېږدول.
نوموړی وایې، له نیول شوو کسانو سره دوه موټر هم نیول شوي او د دوسیو له بشپړولو وروسته به اړوند شرعي محکمو ته ور وپېژندل شي.
Views: 12
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP