مهترلام (پژواک، ۲ کب ۱۴۰۲): د لغمان د کرنې ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز او څلورو ولسوالیو کې د تېر یوه کال پر مهال د خصوصي سکټور له لوري د غوښې چرګانو ۱۰۰ فارمونه جوړ شوي دي.
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ برخې مسوول ډاکټر جوادالله عليزاده پژواک خبري اژانس ته وویل، په تېر یوه کال کې د دغه ولایت د مرکز مهترلام ترڅنګ په الینګار، الیشنګ، دولتشاه او قرغیو ولسوالیو کې د خصوصي سکټور له لوري د چرګانو ۱۰۰ فارمونه جوړ شوي دي.
هغه وايي، پر یاد شمېر فارمونو ۴۰ میلیون افغانۍ پانګونه او شاوخوا ۴۰۰ کسانو ته پهکې په مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې ده.
ورته مهال، فارملرونکي خوښ دي چې پر خپل لګښت یې د غوښې چرګانو تولید پیل کړی، خو د بازار له خرابوالي یې شکایت کوي.
په دغه ولایت کې د غوښې چرګانو فارمونو اتحادیي رییس ډاکټر محمدامان پژواک ته وویل: «که څه هم په یادو فارمونو کې د غوښې چرګانو تولید ورځ تر بلې مخ په ډېرېدو دی، خو له دولته د بازاریابۍ ترڅنګ د وړو چورګوړو اېستلو ماشینونه او د چرګانو دانې تولید برخه کې د همکارۍ غوښتنه کوو.»
په همدې حال کې د مهترلام ښار اړوند د چهلمټیو کلي یو فارملرونکی ملاجان وايي، د چرګانو دوه فارمونه لري او له همدې لارې خپلو اولادونو ته حلاله نفقه پیدا کوي.
نوموړي وویل، په هرو دوو میاشتو کې یو ځل دوه زره غوښن چرګان بازار ته وړاندې کوي، خو له پاکستانه راواردېدونکو چرګانو یې بازار خراب کړی دی.
د کرنې ریاست معلوماتو له مخې، په دغه ولایت کې د چرګانو ټول ۱۸۳ فارمونه دي چې هره ورځ سلګونه تڼه غوښه بازار ته وړاندې کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP