ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې داخلي بې‌ځایه شوي: د ژوند اسانتیاوو ته د نه لاسرسي له امله له ستونزو سره مخ یو

بلخ کې داخلي بې‌ځایه شوي: د ژوند اسانتیاوو ته د نه لاسرسي له امله له ستونزو سره مخ یو

author avatar
21 Feb 2024 - 14:32
بلخ کې داخلي بې‌ځایه شوي: د ژوند اسانتیاوو ته د نه لاسرسي له امله له ستونزو سره مخ یو
author avatar
21 Feb 2024 - 14:32

مزارشریف (پژواک، ۲ کب ۱۴۰۲): بلخ ولایت کې یو شمېر داخلي بې‌ځایه شوې کورنۍ وايي، د ژوند لومړنیو اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري چې له امله یې له ګڼو ستونزو سره مخ دي او زیاتوي چې حکومت دې د دوی ستونزو ته رسېدنه وکړي.

د تېرو جګړو له امله له فاریابه بلخ ته بې‌ځایه شوي تاج‌محمد پژواک ته وويل: «موږ څلور کاله وړاندې د سختو جګړو له امله دلته کډه شوي یو او په سختو شرايطو کې ژوند کوو، فاریاب کې مو کورونه ړنګ شول، هلته نشو تللی او دلته د ژوند لومړنیو اسانتیاوو ته لاسرسی نه لرو.

نوموړی وايي، که موسسې او حکومت مرسته ورسره وکړي، ټول حاضر دي چې خپلو سیمو ته ستانه شي.

د عبدالمناف په نوم یو بل بې‌ځایه شوی چې د بلخ ولایت له کشندې ولسوالۍ مزارشریف ته راکډه شوی او دلته ابودوجانه کمپ کې ژوند کوي وایي، د ژوند ډېرو اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري.

هغه وایي: «زمونږ کمپ ته عمومي سړک نشته، کلینک له دې سیمې ډېر لرې دی، بچیان مو له درسه پاتې دي او د دغه ځای بې‌ځایه شوي خلک تر ډېره د خوراک لپاره څه نه لري.»

د مصطفي په نوم یو دوولس کلن ماشوم هم وایي چې د دوی سیمې ته نږدې ښوونځی نشته او نه شي کولای چې لرو سیمو ته د زده‌کړو لپاره لاړ شي.

هغه له حکومته غوښتنه کوي چې سیمه کې ورته ښوونځی جوړ کړي.

په همدې حال د بلخ ولایت کډوالو چارو رییس اسدالله وفا دغه ولایت کې د داخلي بې‌ځایه شوو ستونزې مني او د حل ډاډ يې ورکوي.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وویل، د ځینو همکارو موسسو په مرسته یې د داخلي بې‌ځایه شوو کورنیو سروې پیل کړې او هڅه کوي د دوی ټولې ستونزې حل کړي او د امکان تر بریده به ځیني کورنۍ بېرته خپلو سیمو ته ستنې کړي.

هغه زیاته کړه، د تېرو جګړو له امله په بلخ کې د داخلي بې‌ځایه شوو‌ ۲۵ زره کورنیو له ډلې لس زره يې لا هم په دغه ولایت کې اوسېږي.

ده وویل: «دغه بې‌ځايه شوې کورنۍ چې شمېر يې ۲۵ زره کورنیو ته رسېده، د تېرو جګړو له امله د سرپل، فاریاب، سمنګان، جوزجان او بلخ ولایت له ځینو ولسوالیو څخه د دغه ولایت مرکز مزارشریف ته را کډه شوې وې.»

ده وویل، د دغو کورنیو له ډلې ۱۵ زره يې د ځینو همکارو موسسو په مرسته خپلو سیمو ته ستنې شوې او پاتې ۱۰ زره یې مزارشریف کې په ۱۵ کمپونو کې اوسېږي .

د یادونې ده، په تېرو شلو کلونو کې د جګړو او ناامنیو له امله ګڼ شمېر هېوادوال یا په هېواد کې دننه بې‌ځایه او یا بهر ته کډه شوي دي.

Views: 126

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.