Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د اروزګان مرکز ترینکوټ ښار ته د کلدارو پر وړلو بندیز ولګېد

ترینکوټ (پژواک، ۲ کب ۱۴۰۲): د اروزګان امنيتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت مرکز ترینکوټ ښار ته یې د کلدارو پر وړلو بندیز لګولی او هغه کسان چې کلدارې ولري، تر هغو اجازه نه لري ښار ته داخل شي څو یې خپلې پیسې پر افغانیو نه وي بدلې کړې.

هغوی دغه راز زیاتوي، د ترینکوټ ښار دروازو کې یې امنیتي کسانو ته سپارښتنه کړې چې ښار ته داخلېدونکي ټول کسان تلاشي کړي او هغو کسانو ته چې پاکستانۍ کلدارې ولري، ښار ته دې د اخلېدو اجازه نه ورکوي.

د امنیې قوماندانۍ ویاند بلال اروزګاني پژواک خبري اژانس ته وویل، وروسته له هغه چې د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري په ټول هېواد کې د بهرنیو اسعارو پر راکړه ورکړه بندیز ولګېد، په دغه ولایت کې یې د افغانیو ترویج په موخه هڅې چټکې کړې دي.

اروزګاني زیاته کړه، د ښار په دروازو او چک‌پاینټونو کې یې صرافۍ پرانیستې دي، هغه کسان چې پاکستانۍ کلدارې یا نور بهرني اسعار لري، اړ دي چې ځاي پر ځای یې پر افغانیو تبادله کړي.

هغه وویل، له بهرنیو اسعارو، په ځانګړې توګه له کلدارو سره هیچا ته اجازه نه ورکول کېږي چې ښار ته دننه شي.

ورته مهال د یاد ولایت خلک د ځايي چارواکو له یادې پرېکړې خوښ دي او زیاتوي چې د افغانیو د ترویج او د بهرنیو اسعارو مخنیوي برخه کې باید له سخت جدیته کار واخیستل شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.