مهترلام (پژواک، ۳ کب ۱۴۰۲): د لغمان امنیتي مسوولین وایي، د کابل – جلالاباد پر لویه لار د دغه ولایت قرغیو ولسوالۍ اړوند عزیزخان کڅ سیمه کې ترافیکي پېښه رامنځته شوې ده.
د لغمان د امنیه قوماندانۍ ویاند یونس یوسفزي پژواک خبري اژانس ته وویل، نن سهار شاوخوا ۷ بجې د کابل ــ جلالاباد پر لویه لار د لغمان شهرا اړوند عزیزخان کڅ سیمه کې د یو کرولا ډوله ټوډي او مسافر وړونکې بکسه موټر د ټکر له امله د یوې ښځې په ګډون ۱۳ کسان ټپیان شوي دي.
نوموړي وویل، د پېښې ټپیان د درملنې په موخه د ننګرهار حوزوي روغتون ته انتقال شوي دي.
هغه د یادې پېښې علت د موټر چلوونکو بېاحتیاطي یاده کړه.
Views: 8
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن