پلعلم (پژواک، ۳ کب ۱۴۰۲): د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ریاست وایي چې د تېر یوه کال په ترڅ کې د ځوانانو علمي کچې لوړولو په موخه ۱۶ علمي سیالۍ ترسره شوې دي.
د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رییس رفیعالله صمیم نن په مرکز پلعلم کې د سیرتالنبي (ص) په تړاو جوړې شوې یوې غونډې ته وویل، دغه ۱۶ سیالۍ د دغه ریاست له لوري د یو شمېر خیریه بنسټونو په مالي ملاتړ جوړې شوې دي.
صمیم زیاته کړه: «په جوړو شوو سیالیو کې زرګونه ځوانانو ګډون کړی او اساسي موخه یې د لوګر ولایت ځوانان د کتاب مطالعې ته رابلل دي، څو علمي کچې یې لوړه شي.»
ده همدارنګه وویل، روانه اونۍ د «حاجي منګل احمدزي خیریه بنسټ» په همکارۍ د ۱۷ سوه کسانو ترمنځ د سیرتالنبي (ص) سیالي ترسره شوه چې نن یې پاېلې اعلان شوې او د یادو سیالیو لومړی او دوېم مقام ګټوونکي حج عمرې ته لېږل کیږي او په پاتې ګډونوالو کې یې ۵۰ مخکښ کسانو ته ځانګړې ډالۍ و وېشل شوې.
دغه راز د لوګر پوهنتون ريیس شفیقالله شفقت وویل، دا ډول علمي سیالۍ کولای شي چې ځوانان د نبي کریم (ص) له سیرت سره اشنا کړي او د کتاب مطالعې ته یې راوبولي.
نوموړي له ځوانانو وغوښتل چې د کتاب مطالعې ته مخه کړي؛ ځکه مطالعه کولای شي چې د ځوانانو ژوند ته مثبت بدلون ورکړي.
د یادو علمي سیالیو ګډونوال وايي، خوښ دي چې په دغه ولایت کې علمي سیالۍ جوړېږي خو ټینګار کوي چې ورته سیالۍ دې په دوامداره توګه جوړې شي.
Views: 11
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن