ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ترکیه کې ۳۹ افغان کډوال نیول شوي

ترکیه کې ۳۹ افغان کډوال نیول شوي

author avatar
22 Feb 2024 - 15:33
ترکیه کې ۳۹ افغان کډوال نیول شوي
author avatar
22 Feb 2024 - 15:33

کابل (پژواک، ۳ کب ۱۴۰۲): د راپورونو له مخې، د ترکیې پولیسو په یوه موټر کې ۳۹ ناقانونه افغان کډوال نیولي دي.

انادولو اژانس راپور ورکړی چې یاد شمېر کسان د ترکیې په دوزجه ولایت کې نیول شوي دي.

د راپور له مخې، یاد کډوال په یوه موټر کې د کاغذي دستمالونو کارتنونو کې پټ شوي وو او د دوزجه ولایت په چیلیم‌لي ولسوالۍ کې نیول شوي دي.

سرچینې لیکلي: «د دوزجه ولایت له نشه‌یي توکو له قاچاق سره د مبارزې ځواکونو او د چیلیم‌لي ژاندرمري ځواکونو عملیاتو پر مهال په اراباجي سیمه کې یو موټر ودراوه او له پلټنې وروسته ۳۹ ناقانونه افغان کډوال چې د کاغذي دسمالونو په کارتنونو کې پټ شوي وو، ونیول شول.»

راپور کې راغلي، یاد کسان له لومړنیو څېړنو وروسته د دوزجه ولایت د کډوالۍ ادارې ته وسپارل شي.

سرچینې زیاته کړې چې د یاد موټر چلوونکی هم د انساني قاچاق په تور نیول شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د مرغومي په ۲۹مه هم د ترکیې په بیټلیس ولایت کې د دغه هېواد د امنیتي چارواکو له لوري ۱۸ افغان کډوال نیول شوي وو.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.