Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغان – ایران ګډې سوداګرۍ خونې د دوه اړخیزې سوداګرۍ پر پراختیا او انډول خبرې کړې دي

کابل (پژواک، ۳ کب ۱۴۰۲): د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، د سیمې له هېوادونو، په ځانګړې توګه ایران سره د سوداګریزو اړیکو پراختیا په موخه د افغان – ایران ګډې سوداګرۍ خونې غونډه وکړه.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې خبرپاڼه کې راغلي چې د یادې خونې مرستیال محمدیونس مهمند په دې غونډه کې ایران په کلتوري، دیني، اقتصادي او ترانزیټي مشترکاتو کې د افغانستان پخوانی دوست وباله او د سیمې له هېوادونو، په ځانګړې توګه له ایران سره یې د صادراتو او وارداتو پر انډول ټینګار وکړ.

خبرپاڼه کې راغلي، مهمند د سیمې او نړۍ هېوادونو، په ځانګړې توګه ایران ته د پنبې صادرولو لپاره د افغان سوداګرو چمتووالي خبر ورکړ.

هغه دغه راز له ایران سره د اورګاډي پټلۍ د ترانزیټ له لارې د صادراتو او وارداتو پر بیا پیلېدو ټینګار کړی او ترکیې ته یې د افغانستان د ډبرو سکرو په صادراتو کې د ایران له حکومته د سب‌سایډي (د بسپنې یو ډول دی چې د حکومت له خوا سوادګریزو سکتورونو ته ورکول کېږي) غوښتنه وکړه.

د سوداګرۍ خونې لیکلي چې مهمند ټولیز امنیت، د اداري فساد نه شتون او د کوکنارو کښت مخنیوی په افغانستان کې د پانګونې لپاره ښه فرصتونه وبلل او د دواړو هېوادونو له سوداګرو یې وغوښتل چې په بېلابېلو برخو، په ځانګړي ډول د کرنې میکانیزه کولو کې ګډه پانګونه وکړي.

په دې ناسته کې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال قدرت‌الله هم ایران د افغانستان ښه دوست او ګاونډی بللی او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د سوداګریزو، اقتصادي او ترانزیټي اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

هغه د کورنیو او بهرنیو سوداګرو او پانګوالو لپاره د اسانتیاوو په رامنځته کولو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د هر اړخیزو همکاریو ډاډ ورکړی.

خبرپاڼه کې راغلي چې په افغانستان کې د ایران سفارت مرستیال سید حسین مرتضوي د دې غونډې تنظیمولو لپاره د یادې خونې د مشرتابه د هڅو قدردانۍ په ترڅ کې افغانستان ته د ایراني پلاوي د سفر اصلي موخه د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پیاوړتیا او د هر اړخیزو همکاریو پراختیا وګڼله او په چابهار بندر کې يې د اسانتیاوو رامنځته کولو کې د ایران د همکارۍ ډاډ ورکړ.

د افغانستان د سوادګرۍ خونې د نړۍوالو اړیکو رییس انجنیر سید جاوېد برهان هم په دې غونډه کې د ایران له چارواکو غوښتي چې په  چابهار بندر کې د افغان سوداګرو لپاره لا ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي او د درملو د تولید برخه کې یې له ایراني پانګوالو سره د ګډې پانګونې برخه کې د افغان پانګوالو چمتووالی څرګند کړی دی.

سرچینه دغه راز کاږي چې په دې غونډه کې د سوادګرۍ خونې مدیره پلاوي خان‌جان الکوزي په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو د ستونزو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او د افغانستان، ایران او هند ترمنځ د درې اړخیزې ناستې په ترسره کولو یې ټینګار وکړ چې په ترڅ کې به یې د سوداګرۍ برخه کې شته ستونزې دایمي حل‌لارې بیامومي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.