ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د والیبال غوره لیګ سیالیو کې څلورو لوبډلو نیمه پای‌لوبې ته لار پیدا کړه

د والیبال غوره لیګ سیالیو کې څلورو لوبډلو نیمه پای‌لوبې ته لار پیدا کړه

author avatar
22 Feb 2024 - 10:28
د والیبال غوره لیګ سیالیو کې څلورو لوبډلو نیمه پای‌لوبې ته لار پیدا کړه
author avatar
22 Feb 2024 - 10:28

کابل (پژواک، ۳ کب ۱۴۰۲): د المپیک ملي کمېټه وایي چې د والیبال غوره لیګ درېیم پړاو سیالیو په لړ کې ام‌البلاد، سپین‌غر، بست او هندوکش لوبډلو نیمه پای‌لوبې ته لار ومونده.

دغه سیالۍ د تېرې سلواغې میاشتې په ۲۵مه په کابل کې پیل شوې دي.

د المپیک ملي کمېټې او ورزش عمومي ریاست پر اېکس‌پاڼه لیکلي، د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د والیبال ملي فدراسیون له لوري د یاد ریاست په ۲۵۰۰ کسیزه جمنازیوم کې د اتو لوبډلو په ګډون د والیبال غوره لیګ درېیم پړاو ګروپي سیالۍ تېره ورځ پای ته ورسېدې.

سرچینې ویلي چې د دغو سیالیو په A ګروپ کې ام‌البلاد، سپین‌غر، نښتر او پامیر لوبډلې او همدارنګه په B ګروپ کې بالاحصار، بست، هندوکش او نګین هریوا لوبډلې شاملې وې.

د المپیک ملي کمېټې ویلي چې ام‌البلاد، سپین‌غر، بست او هندوکش لوبډلو نیمه پای‌لوبې ته لاره پیدا کړه او بالاحصار، نښتر، نګین هریوا او پامیر لوبډلو په دغو سیالیو کې له مخکې تګه پاتې شوې.

د یادونې ده، د دغو سیالیو په لومړۍ نیمه پای‌لوبه کې به نن ماسپښین دوه بجې د ام‌البلاد او هندوکش لوبډلې سره مخ شي.

Views: 26

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.