غزنيښار (پژواک، ۳ کب ۱۴۰۲): حکومتي چارواکي وایي چې د غزني ولایت په مرکز کې پر دوو «قاتلینو» د قصاص حکم پلی شو.
دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې چې د سترې محکمې د مطبوعاتي دفتر له لوري نن رسنیو ته استول شوې ده.
سرچینه زیاتوي چې اووه کاله مخکې د میدانوردګو د سیداباد ولسوالۍ لوړې کلي اوسېدونکي سیدجمال د همدغه کلي اوسېدونکی امیرمحمد د چاقو په ګوزارونو وژلی و.
دغه راز په خبرپاڼه کې راغلي چې دوه کاله مخکې د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ د چهاردیوال سیمې اوسېدونکي د همدغه کلي بل اوسېدونکی محمدقسیم هم د چاقو په وسیله وژلی و.
سرچینه وايي چې دغه دواړه قضیې د اسلامي امارت د درېګونو ابتدائیه، مرافعه او تمیز محکمو له لوري په دقیق ډول وڅېړل شوې او درې واړو محکمو پرې د قصاص حکم وکړ.
د خبرپاڼې په حواله، د محاکمو دغه پرېکړه د اسلامي امارت رهبر شيخ هبتالله اخندزاده ته ولېږل شوه.
سرچینه زیاتوي چې د اسلامي امارت د مشر په حکم نن د غزني د مرکز اړوند د علي لالا د فوټبال سټډیوم کې پر سید جمال او خانګل د قصاص حکم عملي شو.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د قصاص عملي کېدو په یاد محضر کې د سترې محکمې د جزا ديوان عمومي ریيس مفتي عتيقالله دروېش، د جزا دیوان مفتي مولوي عبدالحی شاکر، غزني والي حافظ محمدامین عمري، د غزني امنیه قوماندان مولوي محمدعالم مخدوم او یو شمېر نورو حکومتي چارواکو او خلکو برخه لرله.
د يادونې ده، د ١٤٠١ کال د لېندۍ مياشتې په ١٦مه په فراه او ۱۴۰۲ کال د سلواغې میاشتې په ۳۰مه په لغمان ولایتونو کط پر یوه-یوه کس (قاتلین) د قصاص حکم عملي شوى و.
Views: 110
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن