کابل (پژواک، ۳ کب ۱۴۰۲): ځایي مسوولین وایي چې پکتیکا ولایت کې دوه سړکونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول او په نیمروز کې د یوه بل سړک د جوړولو چارې پیل شوې.
د پکتیکا د ټولکټو ریاست مسوولین وایي چې د نږدې ۲۴ میلیون افغانیو په لګښت د دوو سړکونو د بیارغونې چارې بشپړې شوې دي.
د یادو سړکونو د ګټې اخېستنې په مراسمو کې د پکتیکا والي الحاج مولوي فیضالله جمال حقاني وویل چې له مرکز ښرنې تر مټا خان او سردې بند پورې د نږدې ۲۴ میلیون افغانیو په لګښت د ۳۲ کیلومترو په اوږدوالي د دوو سړکونو د بیارغونې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
ځایي مسوولین وایي، په یادو پروژو کې د سیمې اړوند لسګونو کسانو ته د ۳ میاشتو لپاره د کار زمینه هم برابره شوې وه.
د یوه بل خبر له مخې، د زرنج د ښاروالۍ مسوولینو د دغه ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې د څه باندې ۱۷ میلیون افغانیو په لګښت د سړک د غاړې جدولونو د بیارغولو د چارو له پیل خبر ورکړی دی.
د زرنج ښاروال مولوي صلاحالدین ممتاز د باختر آژانس سیمهییز خبریال ته ویلي، د ښاروالۍ له انکشافي بودجې څخه د ۱۷ ميليون او ۴۹ زره او ۴۴۰ افغانيو په لګښت د ۸۵۰ مترو په اوږدوالي د سړک غاړې د جدولونو بیارغونې چارې پیل شوې دي.
ممتاز زیاته کړه چې په دغه پروژه کې د سړک د غاړې جدولونو د بیارغونې ترڅنګ دوه د اوبو ذخيرې هم شامل دي چې د دوه نيمو مياشتو په موده کې به یې چارې بشپړې شي.