کابل (پژواک، ۳ کب ۱۴۰۲): افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ وایي چې د هرات زلزلهځپلو ته ۲۶۹ میلیون ډالره زیان اوښتی او د هغوی د اساسي اړتیاوو پوره کولو لپاره ۴۰۲.۹ میلیون ډالرو بودجې ته اړتیا ده.
سږ کال د تلې په ۱۵مه هرات ولایت د رېشتر په کچه ۶.۳ درجې زلزلې وړزاوه چې له هغه وروسته نور ټکانونه هم رامنځته شول، د سرچینو د معلوماتو له مخې، د دې زلزلې پایله کې څه باندې شپږ زره کسان مړه او ټپیان شول، زرګونه کورونه یې ویجاړل کړل او خلکو ته یې درانه مالي زیانونه واړول.
ملګرو ملتونو، نړۍوال بانک، اروپایي ټولنې او د اسیا پراختیایي بانک په یو ګډ راپور کې اټکل کړی چې دغه ولایت کې د زلزلو له امله مستقیم فزیکي زیان ۲۱۷ میلیونه ډالر او نور زیانونه د نږدې ۷۹ میلیونه ډالرو دي.
سرچینې لیکلي چې د هرات زلزلهځپلو سیمو او د خلکو د اساسي اړتیاو پوره کولو لپاره ۴۰۲.۹ میلیون ډالرو بودجې ته اړتیا ده.
په دغه راپور کې ویل شوي، یادو پیسو ته په بېړنۍ توګه اړتیا ده چې په هرات کې پرې د بیارغونې چارې پیل شي.
د یوناما د راپور له مخې، په دې زلزله کې له یو زر او ۵۰۰ څخه ډېر کسان مړه او څه باندې دوه زره او۶۰۰ نور ټپیان شوي، څه باندې ۴۹ زره کورونه یې زیانمن کړي او له دې ډلې ۱۳۵۱۶ کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن