فراه (پژواک، ۵ کب ۱۴۰۲): د فراه د ښاروالۍ ریاست وایي، د دغه ولایت په مرکز کې د ۲۳ میلیون افغانیو په لګښت یو سړک جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د فراه ښاروال مولوي محمدولي ادریس نن په دې تړاو جوړه شوې غونډه کې وویل، دغه سړک چې د فراه په ښار کې موقعیت لري او د سیدمیر عجباغا په نوم مشهور دی، شاوخوا ۵۶۰ متره اوږدوالی او ۲۰ متره پلنوالی لري او په اساسی ډول جوړ شوی دی.
د هغه په خبره، یاد سړک د څلورنیمو میاشتو په موده کې جوړ شوی چې د څراغونو نصبولو، لښتیو جوړولو او سفالت سره ټول ۲۳ میلیون افغانۍ لګښت پرې راغلی او د یاد ریاست له بودجې څخه یې پیسې ورکړل شوې دي.
د فراه ښار د لومړۍ ناحیې یو اوسېدونکی خدایداد وایي: «ډېر خوښ یو چې دغه سړک جوړ سو، له ښاروالۍ غواړو چې د ښار په پراخوالي کې خپلې هڅې لا ډېرې ګړندۍ کړي.»
د یادونې ده، د فراه ښاروالۍ ریاست د روان کال له پیله تر اوسه د څه باندې ۹۰ میلیون افغانیو په لګښټ بېلابېلې پروژې پلې کړي او د ځینو چارې لا هم روانې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP