Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

هلمند کې د څه باندې ۶۳ ټنه اوسپنې او مسو د قاچاق مخه نیول شوې

لښکرګاه (پژواک، ۵ کب ۱۴۰۲): د هلمند ځایي مسوولین وايي، د دغه ولایت د ګرمسېر ولسوالۍ په بي‌بي تیري او جندوم سیمو کې یې په دوه بنز موټرو کې د بار شوې اوسپنې او مسو د قاچاق مخه نیولې ده.

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال مولوي شېرمحمد وحدت پژواک خبري اژانس ته وویل، امنیتي ځواکونو د ګرمسېر ولسوالۍ د ریګ د بي‌بي تیري او جندوم سیمو کې دوه هغه بنز موټر نیولي چې ۶۳ زره او ۴۰۰ کیلوګرامه پرېس شوې اوسپنه او مس په‌کې بار وو.

هغه وویل چې په دې په تړاو د دوو موټر چلوونکو په ګډون څلور کسان نیول شوي دي.

نوموړی وايي، دغو کسانو غوښتل یاده اوسپنه او مس پاکستان هېواد ته په قاچاقي توګه انتقال کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.