ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له لوګره سږ کال د ۳۵۰ میلیون افغانیو په ارزښت صادرات شوي

له لوګره سږ کال د ۳۵۰ میلیون افغانیو په ارزښت صادرات شوي

author avatar
24 Feb 2024 - 15:54
له لوګره سږ کال د ۳۵۰ میلیون افغانیو په ارزښت صادرات شوي
author avatar
24 Feb 2024 - 15:54

پل‌علم (پژواک، ۵ کب ۱۴۰۲): د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رییس وایي چې سږ کال له دغه ولایته د ۳۵۰ میلیون افغانيو په ارزښت کرنیز محصولات، قیمتي ډبرې او نور توکي صادر شوي چې د تېر کال په پرتله ۱۵ سلنه زیاتوالی ښیي.

د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رییس شبیراحمد صدیقي پژواک خبري اژانس ته وویل، د تېر یو کال په ترڅ کې یې په کور دننه او بهر بازارونو ته د ۳۵۰ میلیون افغانیو په ارزښت بېلابېل توکي صادر کړي دي.

هغه زیاته کړه: «په تېر یوه کال کې مو د لوګر له ولایته د کرنیزو محصولاتو لکه وچې او تازه مېوې، کچالو، پياز او رومیانو ترڅنګ قیمتي ډبرې، نیمه قیمتي ډبرې، خوراکي او غیرخوراکي توکي په کور دننه او بهر بازارونو ته د خرڅلاو په موخه صادر کړي دي.

نوموړی دغه راز وایي چې سږ د تېر کال په پرتله د یاد ولایت په صادراتو کې ۱۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د صنعت او سوداګرۍ رییس زیاته کړه، د صادراتو ډېرېدو لامل د سوداګرو ستونزو ته پر وخت رسېدنه، د امنیت ټينګښت او سوداګرو ته د پانګونې برخه کې اسانتیاوې رامنځته کول دي.

دغه راز د لوګر یوه سوداګر شفیق‌الله پژواک ته وویل، رښتیا هم د پخوا په پرتله د تازه او وچې مېوې صادراتو کچه لوړه شوې ده.

د هغه په خبره چې دولت، په ځانګړې توګه صنعت او سوداګرۍ ریاست دې سوداګرو ته مالیې او جواز ترلاسه کولو برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي.

بلخوا د لوګر یوه بڼوال جنت‌ګل پژواک ته وويل، هر کال د کرنیزو محصولاتو او وچې مېوې ټولولو پر مهال د مارکېټ له نشتوالي سره مخ وي چې له امله یې حاصلات په نیمه بیه بازار ته وړاندې کوي.

د لوګر کروندګر او بڼوال له حکومتي مسوولینو غوښتنه کوي چې محصولاتو او تولیداتو ته یې مناسب بازار پيدا کړي.

Views: 17

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.