Language

هند کې د ټراکتور چپه‌ کېدو پېښه کې ۲۳ کسان مړه شوي

کابل (پژواک، ۶ کب ۱۴۰۲): بهرنیو رسنیو راپور ورکړی چې د هند په شمال اترا پردېش ایالت کې د یوه ټراکتور چپه‌ کېدو پېښه کې د اتو ماشومانو په ګډون ۲۳ کسان مړه شوي او نهه نور ټپیان دي.

د اسوشیټیډ پرس د راپور له مخې، دغه پېښه تېره ورځ رامنځته شوې او په یاد ټراکتور کې شاوخوا ۵۰ کسان سپاره وو.

سرچینې زیاته کړې، دا پېښه وروسته له هغه رامنځته شوه چې په ټراکتور کې سپاره کسان د ګنګا سیند پر لور روان وو او ټراکتور له سړکه ووت.

اسوشیټیډ پرس د هندي چارواکو له قوله لیکلي، په دغه پېښه کې نهه کسان ټپيان شوي چې د ځينو روغتيايي حالت یې نازک دى.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۲ زېږدیز کال هم په دغه ایالت کې ورته یوه پېښه رامنځته شوې وه چې په پایله کې یې ۲۶ کسان مړه شوي وو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.