ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سږ کال کندهار کې ۵۷ بهرنیو وکړو ته د کار جوازونه ورکړل شوي

سږ کال کندهار کې ۵۷ بهرنیو وکړو ته د کار جوازونه ورکړل شوي

author avatar
25 Feb 2024 - 16:26
سږ کال کندهار کې ۵۷ بهرنیو وکړو ته د کار جوازونه ورکړل شوي
author avatar
25 Feb 2024 - 16:26

کندهار (پژواک، ۶ کب ۱۴۰۲): د کندهار د کار او ټولنیزو چارو ریاست مسوولین وایي، روان کال کې یې په دغه ولایت کې بهرنیو وګړو ته په بېلابېلو برخو کې د فعالیت ۵۷ جوازونه ورکړي دي.

د کندهار د کار او ټولنیزو چارو ریاست د مالي چارو امر مولوي بخت‌محمد پژواک خبري اژانس ته وویل، روان کال یې یوازې بهرنیو وګړو ته په بېلابېلو برخو کې د فعالیت ۵۷ جوازونه ورکړي او زیاتوي چې له دې لارې یې څه کم یو میلیون افغانۍ عواید هم ترلاسه کړي دي.

نوموړي وویل: «موږ دوه ډوله جوازونه ورکوو، یو چې دلته د افغانستان تبعه وي او بل بهرني اتباع دي چې د کار لپاره راځي، نو بهرنیو اتباعو ته جواز د ۲۰۰ امریکايي ډالرو په مقابل کې ورکول کېږي او سږ کال مو ۵۷ جوازونه بهرنیانو ته ورکړي دي.»

هغه زیاته کړه، سږ کال یې تر اوسه ۷ زره ۲۲۹ جوازونه وېشلي دي.

نوموړي که څه هم تېر کال کې د وېشل شوو جوازونو شمېر شریک نه کړ، خو زیاته یې کړه چې د تېر کال په پرتله یې سږ کال ډېر جوازونه صادر کړي دي.

د هغه په خبره، د جوازونو د وېش له لارې د عوایدو ترلاسه کېدو ورکړل شوی هدف چې دوه میلیونه افغانۍ و، پوره شوی او سږ کال یې له دې لارې دوه میلیونه او ۲۹۸ زره افغانۍ عواید ټول کړي دي.

په کندهار کې یاد شمېر جوازونه تر ډېره پاکستاني وګړو ته ورکول شوي چې په صنعتي برخه کې په کارونو بوخت دي.

د ځینو صنعتي فابریکو مسوولین وایي، تر اوسه لا هم دلته د مسلکي کسانو تشه نه ده ډکه شوې او دوی بهرنیو تخنیکي کارکوونکو ته اړتیا لري.

کندهار کې د یو شمېر صنعتي فابریکو مسوولین وايي، لا هم په کور دننه د مسلکي کسانو له کمښت سره مخ دي او زیاتوي چې اړ دي له بهره مسلکي کسان راوغواړي.

په یاد ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو یوې فاریکې مسوول شمس‌الله په دې اړه وایي: «موږ کوښښ کوو چې د فابریکې ټول تخنیکي او نور کارونه خپله افغانانو ته ور زده کړو، زموږ بهرني کارکوونکي تر پخوا کم شوي، پر ځای یې افغانان کار کوي خو بیا هم ځیني تخنیکي چارې مخې ته نه شي وړلای، نو مجبور یو چې بهرنیان په کار وګومارو.»

د کار او ټولنیزو چارو ریاست معلوماتو له مخې، له دې مخکې په کندهار کې بهرني وګړي د کار او فعالیت جواز ترلاسه کولو برخه کې له ستونزو سره مخ وو چې اوس یې ستونزې حل شوې او په اسانۍ کولای شي له دغه ریاسته جواز ترلاسه کړي.

Views: 44

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.