بامیان (پژواک، ۷ کب ۱۴۰۲): د بامیان سیمهییز مسوولین خبر ورکوي چې د واورې او سخت توپان له امله دغه ولایت ته غځېدلې لارې د تګ راتګ پر مخ تړل شوې دي.
د بامیان د ټولګټو رییس انجنیر حفیظالله نعمتي پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه ولایت ته ډېری غځېدلې لارې د واورې ورېدو او سخت توپان له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوې دي.
هغه وویل، د بامیان – کابل د حاجيګک، بامیان – دایکنډي، یکهولنګ – پنجاب، ورس – بهسود، اقرباط او بامیان ته غځېدلې لارې د تېرې شپې له ۱۲ بجو راهیسې د مسافرو پر مخ تړل شوې دي.
هغه زیاته کړه چې پر دغو لارو له ۱۰ تر ۲۰ سانتي مترو واوره ورېدلې چې د سخت توپان له امله یې تر اوسه د پاکولو چارې نه دي پیل شوې.
نوموړي زیاته کړه، څو لیني موټر چې د ټولګټو او ترانسپورټ له ریاستونو سره له همغږۍ پرته یې د بامیان د حاجيګک او بندشوی پله له لارې د کابل – بامیان پر عمومي سړک سفر کاوه، ایسار شوي او د دواړو لارو پاکولو لپاره ګرځنده ټیمونه لاس په کار شوي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن