پلعلم (پژواک، ۷ کب ۱۴۰۲): د لوګر پوهنې ریاست وایي چې د یونیسکو په مالي ملاتړ د نوي ۱۴۰۳ ښوونیز کال په پیل کې څه باندې ۱۲ سوه کسانو ته د سواد زدهکړو پروګرام پيلېږي.
د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاهپور عرب پژواک ته وویل، د سواد زدهکړو دغه پروګرام په مرکز پلعلم او ټولو ولسوالیو کې پیلېږي چې ۹ میاشتې به دوام وکړي.
عرب زیاته کړه: «د سواد زدهکړې دغه پروګرام د یونیسکو په مالي ملاتړ یوه میاشت وروسته پيلېږي چې ۱۲۶۰ تنه نالوستو مېرمنو او نارینهوو ته به په ۸۴ ټولګیو کې زدهکړې پیل شي.»
نوموړي همدارنګه زیاته کړه، په مرکز پلعلم او ولسوالیو کې سواد زدهکړو ته د نالوستو کسانو لېوالتیا زیاته شوې ده.
ده وویل چې د لوګر پوهنې ریاست هڅه کوي څو د پوهنې وزارت او نړۍوالو بنسټونو په همکارۍ لسګونه د سواد زدهکړو نور ټولګي هم پرانیزي.
د پلعلم یوه اوسېدونکي محمداجمل پژواک ته وویل، سواد زدهکړې خورا مهمې دي او نالوستو کسانو ته په کار ده چې له دغه فرصته ګټه واخلي او په جوړېدونکو ټولګیو کې د لیک لوست لپاره نوملیکنه وکړي.
د یادونې ده، تېر کال هم یونیسکو د پوهنې له وزارت سره په همغږۍ په مرکز پلعلم او ولسوالیو کې شاوخوا ۱۴ سوه نارینه او ښځو ته د سواد زدهکړو ۹ میاشتنی پروګرام پیل کړی و چې تېره میاشت پای ته ورسېد.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP